کابل، د ثور ۲۵ مه ، باختر
د لوګر د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې مهمات او وسلې ترلاسه شوې دي.
د لوګر امنیه قوماندان مولوي محمد الدین شاه محبت وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د مرکز په کلنګار سیمه کې عملیات ترسره کړي. په خبریه یې، په عملیاتو کې شپږ کلاشینکوفونه، یو هاوان، ۵۰۰۰ د پېکا ګولۍ، ۲۵۰۰ د کلاشینکوف ګولۍ، ۲۵ د هاوان ګولۍ، ۸ د راکټ ګولۍ او پوځي تجهیزات ترلاسه شوي دي.
ن/ر