سیاستTOP

امیرالمؤمنین شیخ مولوي هبة ‌الله اخندزاده د قندهار ولایتي ادارې له رئیسانو سره وکتل

کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر

نن سهار امیرالمؤمنین شیخ مولوي هبة الله اخندزاده په داسې حال کې د قندهار د ټولو ریاستونو او ادارو له رئیسانو سره وکتل چې پرمهال یې د حج او اقافو وزیر شیخ مولوي‌ نورمحمد ثاقب، د قندهار والي  محمد یوسف وفا او یوشمېر نورو مسوولینو هم حضور درلود.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د حج او اقافو وزیر شیخ مولوي نورمحمد ثاقب وویل چې ټول افغانان باید د خدای ج شکر ادا کړي؛ ځکه افغانستان د کفارو له اشغاله خلاص شو او اوس ټول افغانان په امن او عزت کې ژوند کوي.

په همدې حال کې امیرالمؤمنین شیخ مولوي هبة ‌الله اخندزاده د ټولو ریاستونو او ادارو رییسانو ته په بېلایبلو برخو کې سپارښتنې وکړې.

امیرالمؤمنین شیخ مولوي هبة الله اخندزاده وویل چې دا د خدای ج لوی نعمت دی چې فتحه راغله او خدای ج له جګړو خلاص کړو. په خبره یې اوس په ټول افغانستان کې شپه او ورځ په بشپړه توګه امنیت ډاډمن دی او ټول افغانان په خوښۍ کې ژوند تېروي.

امیرالمؤمنین شیخ مولوي هبة ‌الله اخندزاده زیاته کړه د افغانستان اسلامي مارت داسې جوړ دی چې ټول لوړ رتبه او ټیټ رتبه مسوولین او مامورین یې د همدې هېواد او خاورې دي، ټول دلته په دې خاوره کې اوسېږي او په بشپړه توګه اسلام، هېواد او ولس ته ژمن دي.

امیرالمؤمنین شیخ مولوي هبة ‌الله اخندزاده د خپلو خبرو په وروستیو کې په لاندې برخو کې رئیسانو ته سپارښتنې وکړې:

۱ـ عاجزي وکړئ، ځانونه په بشپړه توګه کنټرول کړئ، له ولس سره لاره خپله کړئ.

۲ـ ټولې نظامي ادارې باید خپل مجاهدین په ښو اخلاقو سمبال کړي او باید له ولس سره ښه سلوک وکړي.

۳ـ ټول رئیسان باید له عالمانو سره هر وخت ناستې وکړي او د کارونو د پرمختګ په برخه کې ورڅخه مشورې واخلي.

۴ـ اسلام، هېواد او ولس ته د کار کولو لپاره اوس پوره زمینه برابره ده او په ټول توان هڅه وکړئ چې خدمت په ښه ډول وکړئ.

۵ـ په خپلو منځونو کې پوره همغږي ولرئ او په ګډه ستونزې له منځه یوسئ.

۶ـ له امنیتي ارګانونو سره د امنیت د خوندیتوب په برخه کې پوره همکاري وکړئ او د عامو وګړو ترڅنګ تاسي ټول هم امنیتي اصول مراعتوئ.

۷ـ خلګ له بدو کارونو څخه راګرځوئ او ښو کارونو ته یې رابولئ.

۸ـ ټول اتفاق ولرئ، د اسلام، هېواد، ولس او نظام د پرمختګ لپاره په ګډه د ورورګلوۍ په فضا کې کارونه مخته یوسئ.

۹ـ د بیت‌المال ساتنه په سم ډول وکړئ.

۱۰ـ په ادارو کې د ټاکنو په تړاو خپلوي مه کوئ، هغه کسان په کار ګومارئ، چې وړ یې وي، تقوا او پرهیزګاري ولري.

۱۱ـ د آمر د امر اطاعت کوئ.

۱۲ـ د هیچا څخه تحفې مه اخلئ.

۱۳ـ په هره برخه کې نظرونه راکوئ، ستاسو نظرونو ته هر وخت رسیده‌ګي کیږي.

۱۴ـ د ولس څخه ځانونه مه پټوئ؛ بلکې هر وخت ورسره مجلسونه کوئ.

۱۵ـ کوښښ وکړئ، دې شرعي نظام ته په سم ډول کار وکړئ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته