کابل / د چنګاښ ۴ / باختر
پوځیان وايي چې د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ له طالبانوڅخه بېرته ونیول شوه.
دغه ولسوالۍ څه نا څه ۴ ورځې مخکې د طالبانو په پراخ برید کې نیول شوې وه.
د هېواد په شمال کې د قول اردو یوه جګپوړي مقام باخترآژانس ته وویل چې پوځيانونن سهارپه بشپړه توګه طالبان له بازار او دغې ولسوالۍ څخه وشړل.
هغه وویل چې په دغو جګړو کې طالبانوته د سرزیانونه آوښتي دي ، خو دقیق شمېریې معلوم نه دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
له بلې خوا د ځانګړو عملیاتو قول اردو په پکتیا کې پرون له طالبانوڅخه د دوو ولسوالیو د نیولو خبرورکړ.
د احمدآباد او سید کرم ولسوالۍ د یولړعملیاتوپه پایله کې د طالبانو له شتون څخه پاک شول.
ع