سیاستخبرونه

انعام الله: پر اسراييلو بايد د اسلامي هېوادونوله لورې بنديزونه ولګول شي

کابل/ د ثور٤ يمه/ باختر

د اسلامي امارت د وياند مرستيال انعام الله سمنګاني له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې  له سرائيلو سره دې  له هر راز معاملې ډډه وکړي.

انعام الله سمنګاني د قدس د نړيوالې ورځې نږدې کيدو ته په اشارې سره په يوه ټویټ کې ليکلي دي: ټول مسلمانان بايد د اسلامي اصولو پر بنسټ د خپلې لومړنۍ قبلې په دفاع کې جدې عمل وکړي او بايد خپله لومړۍ قبله (مسجد القصی) هېره نه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې اسرائيلي ځواکونو  په بيت المقدس کې

پر اقصی جومات پرغل سره يو زيات شمېر لمونځ کوونکي ټپيان او زيات شمېر نور يې ونيول.

د اسراييلي پوځيانو دغه چلند د اسلامي نړۍ له غبرګون سره مخ شو؛ خو امريکا او لويديځ هېوادونه چې د نړۍ په کچه د بشر د حقوقو  د ساتنې  ادعا کوي د اسرائيلو د ظالم رژيم د دغه جنايت او ظلم پر وړاندې چپ پاتې شول.

بايد وويل شي چې د هر کال د روژې د مبارکې مياشتې  وروستۍ جمعه د قدس د ورځې په نامه نومول شوې ده.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته