امنیت

اووه تنه طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول

فراه- باختر دوږي پنځه ويشتمه
  اووه تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په يوه جګړه ووژل  شول او اته تنه نور طالبان ټپيان شول.
  دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن ژوندى  باختر اژانس ته وويل: جګړه هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو تيره شپه دفراه ولايت په پرچمن  ولسوالۍ کې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ .
د يوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، ددغې جګړې له امله اووه تنه وسله  وال طالبان  ووژل شول  او اته تنه نور يې  ټپيان شول .
  ژوندى وويل چې په دې جګړه کې  دپوليسو ځواکونو ته زيان نه دې اوښتي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته