کابل باختر دوري دريمه
ارزګاني ځوانانو په يوه غونډه کې هغوى ته ددولت دزياتي پاملرنې غوښتنه وکړه .
دغه غونډه دشنبې په ورځ دسيمه ئيزو چارواکو په تيره بيا دارزګان دوالي په ګډون دنوروز دجشن په مقصد په ترينګوت ښار کې جوړه شوې وه .
په دې غونډه کې څه ناڅه څلور سوه ارزګاني ځوانانو برخه لرله .
هغوى په خبرو کې دزده کړې او تحصيلي اسانتياو او د مناسبو ورزشي ډګرونو نشتوالي او وزګارتيا دخپلې دترقي په لاره کې مهمې ستونزې وبللې او له دولت څخه يې وغوښتل چې ددغو ستونزو دلري کولو لپاره اقدام وکړي .
ددې غونډې يو تن برخه وال عفار وويل، په ولسواليو کې زموږ يو شمير ښوونځي دامنيتي ګواښونو له امله تړل شوي دي .
په ارزګان کې پوهنتون نشته ، نوى روزنيز مرکزونه اوورزشي ځايونه نشته ځوانان له وزګارتيا څخه ربړيږي له دې امله له دولت څخه غواړو چې زموږ په حال زړه وسوځوي او پاملرنه وکړي .