کابل باختر دتلي يو ويشتمه :
دپکتيا ولايت په مرکز ګرديز ښار کې تيره شپه دناتو دجنګي الوتکو په بريد کې اووه تنه ملکي وګړي شهيدان شول .
دپکتيا دوالي مرستيال عبدالولي سهيم دباختراژانس خبريال ته وويل : دغه بريد دناتودځواکونو له خوا د ګرديز ښار داودکي په مربوطاتو کې ترسره شو چې له امله يې اووه تنه ملکي وګړي شهيدان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، ددغې پيښې پنځه تنه قربانيان ديوې کورنۍ غړي وو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي .
خبرځاى زياته کړه دامنيتي مقاماتو له خوا ددغه بريد دڅرنګوالي په باب تحقيقات پيل شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ