امنیت

په نيمروز کې ديوه واټ په ترميمولو سره اسانتياوې برابرې شوې.

کابل باختردتلې د مياشتې  ٤  :
دنيمروز ولايت دکنګ ولسوالۍ په سړک په کريړ اچولو سره  ١٠٢ کورنيو        ته  ترانسپورتي اسانتياوې برابرې شوې.
دنيمروز دوالي وياند احمدعرب دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې ددريو کيلومترو په اوږدوالي  په سړک په کريړ اچولو سره درې کلي هم ددغې ولسوالۍ  له مرکز سره نښلول کيږي.
يوه اړونده خبرځاى وويل ؛  چې په دغه سړک  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت  دکليوالي لارې   جوړولو دملي پروګرام له لارې  د  پنځو مليونو دوه څلويښتو زرو افغانيو په لګښت کريړ اچول شوى دى او  ددغه سړک دپرانيستلو په مراسمو کې  دنيمروز والي انجينر محمدسميع او نورو مقاماتو برخه لرله .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته