امنیت

په نيمروزکې د پوځي افسرانو د ځنځيري ترورعاملين ونيول شول

کابل باختر د سلواغي څلورمه :
په نيمروزکې د څو تنوپوځي افسرانو د ځنځيري ترور اصلي عاملين په پاى کې ونيول شول.
ملا ناصر او ملا محمدحنيف چې د طالبانو په ډلې پورې اړوند بلل کيږي؛ پرون د نيمروز ولايت د امنيتي مامورينو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
پوليس وايي: د طالبانو د ډلې دغه غړي چې د فراه ولايت اصلي اوسيدونکي دي؛ په نيمروزکې د څو تنو پوځي افسرانو د ځنځيري ترور پلان جوړکړى و.
د هغو مواردو له جملې څخه چې نيول شوي کسان پرې تورن دي؛ د زرنج ښار په مربوطاتوکې د يوې ښځينه افسرې او د هغې د ځوانې لور ترور دى. په دغې پوځي افسرې او د هغې په لور څه ناڅه يوه مياشت مخکې کله چې دندې ته روانې وې؛ د موټرسايکل سپرو يرغلګرو له خوا بريد وشو او ووژلې شوې.
د نيمروز ولايت يوه امنيتي مسوول باخترآژانس ته وويل: نيول شويوکسانو په لومړنيو تحقيقاتوکې اعتراف کړى دى چې د وسله والو طالبانو د ډلې غړي دي او د خپلو قوماندانانو په لارښوونه يې په پاکستان کې د افسرانو په ترور لاس پورې کاوه.
دغو يرغلګرو په نيمروز ولايت کې د څو تنو نورو افسرانو په ترور هم اعتراف کړى دى .
دا په داسي حال کې ده چې په نيمروزکې دپوليسو د افسرانو ترور په دې وروستيو وختوکې زيات شوى دى.
د نيمروز سيمه ئيزو مقاماتو ويلي وو: هلې ځلې کوي د دغو ترورونو عاملين چې د طالبانو له خوا ومارل شوي دي؛ وپيژني او ويې نيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته