امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په جوزجان کې ووژل شول .

کابل باختر د وږي اوولسمه :
اووه تنه وسله وال طالبان په جوزجان ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول .
  د جوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر عبدالحفيظ خاشي باختراژانس ته وويل:  دغه وسله وال طالبان تيره شپه له هغه وروسته ووژل شول چې ددغه ولايت  د اقچې = منګجيګ په تګلوري کې په يوې پوځي پوستې بريد وکړ . 
ده وويل  چې په دې جګړه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ديارلس تنه نور ټپيان شول .
خاشي زياته کړه  چې دجوزجان ولايت دخانقا ولسوالۍ لپاره دطالبانو دنومول شوي ولسوال  نقيب الله جندي  مرستيال هم په وژل شويو کسانو کې شامل دى .
ويل کېږي  په دې جګړه کې يوتن وګړنى پاڅون کوونکى شهيد او دوه تنه نور ټپيان شوي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته