امنیت

دغور والي : په نوي کال کې به په غور کې امنيتي انديښنې نه وي .

کابل باختر د وري اوومه :
دغور سيمه ئيزو مسوولينو ويلي دي چې په غو رولايت کې دامنيتي حالت دښه والي لپاره خوشبينه دى .
دهېواد په مرکزکې دغور ولايت زياتې او سترې ناامنۍ تجربه کړي دي خو امنيتي مسوولينو ويلي دي چې په دغه ولايت کې امنيتي ګواښونه کمښت موندلى دى اوپه نوي لمريز کال کې له امنيتي پلوه کومه انديښنه نشته .
دغور والي غلام ناصر قادر دباختراژانس له خبريال سره  په خبرو کې په نوي کال کې دبشپړ امنيت دتامينولو لپاره دتياريو خبرورکړ او زياته يې کړه چې دامنيتي منسوبينو  دکمښت ستونزه  يې دهېواد له جمهور رييس   سره شريکه کړې ده  او ددغې ستونزې دحل لپاره جدي ګامونه اخستل کيږي .
دغور والي دغه راز څرګنده کړه چې دغور _هرات  دلوى لارې دامنيت دتامينولو لپاره يولړ اقدامات ترلاس لاندې دي چې په عملي کيدو سره به يې ددغې لوى لارې امنيتي حالت ښه شي .
دده  دڅرګندونوله مخې،  په دغې لوى لارې او په تيره بيا په مسافرو دوسله والو طالبانو ناڅاپي بريدونه ددغه ولايت په اقتصادي  او امنيتي حالت بده اغيزه کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته