امنیت

اووه تنه ډار اچوونکي په لوګر کې ووژل شول .

کابل باختر د وږي اوولسمه :
اووه تنه ډار اچوونکي په لوګر ولايت کې  ووژل شول .
دلوګر ولايت  دامنېي قوماندانۍ وياند  شاهپور احمدزي باختراژانس ته وويل  چې  دغه ډار اچوونکي هغه وخت په هوايي بريد کې ووژل شول  چې دخپلو ډار اچوونکو بريدونو دسازمان ورکولو لپاره دلوګر ولايت مرکز ته راغلي و ، 
ده زياته کړه چې په دې هوايي بريد کې  درې تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته