خبرونهامنیت

اووه طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۱۱ مه / باختر
اووه وسله وال طالبان تېره شپه په پلخمري ـ سمنګانو لویه لاره کې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول.
د ۲۱۷ قول اردو قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول هادي جمال باختر آژانس ته وویل چې دغه طالبان د پلخمري ـ سمنګانو لویې لارې په مربوطاتو کې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول او درې نور یې ټپیان شول.
هغه زیاته کړه چې په دې نښته کې درې پوځیان هم ټپیان شول.
جمال وویل چې نښته له هغه وروسته رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو په یادې ساحه کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ چې د پوځیانو له غبرګون سره مخ شول.
هغه زیاته کړه چې د پلخمري ـ سمنګانو لویه لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستې ده او مسافرين کولای شي له اندېښنې پرته په دغه تګلوري کې تګ راتګ وکړي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته