امنیت

اووه طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل / د زمري ۱۶مه / باختر
اووه وسله وال طالبان تېره شپه د زابل د مرکز د قلات ښار په مربوطاتو کې ووژل شول.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې په دغه هوایي برید کې ۶ نور وسله وال طالبان ټپیان او وسلې او تجهیزات یې ویجاړ شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په برید کې ملکيانو ته د سر زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته