امنیت

اووه کسان په کاپیسا کې د فرشتې کوهستانۍ د ترورپه اړوند ونیول شول

کابل / د مرغومي ۸ / باختر
د کاپیسا پولیسو۷ تنه پرون په دغه ولایت کې د فرشتې کوهستانۍ د ترور په اړوند ونیول.
د باخترآژانس سیمه يیزخبریال د کاپیسا د والي عبدللطیف مرادي له خولې خبرورکړچې د کاپیسا امنیتي ځواکونو دغه کسان د دغه ولایت د لومړۍ برخې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونیول.
دغه وسله وال کسان د ښځو د حقوقو فعاله میرمن فرشتې کوهستانۍ یې د مرغومي په ۴ د پنجشنبې په ماښام د کوهستان د لومړۍ برخې عزت خیلو په ده نوکلي کې له ورورسره یې ترورکړه چې په دې پېښه کې یوهمکاریې هم ټپي شوی دی.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته