ورزش

دکاراتي دمنتخب ټيم غړي مشخص شول .

کابل باختر دوري لسمه
دکاراتي  شپږ ويشتو تنو ورزشکارانو په هرات ولايت کې دکاراتي دتنکيو ځوانانو ، ځوانانو او دلويانودمنتخبو ټيمونو  غړيتوب ترلاسه کړ .
دهرات ولايت دورزشي آمريت  مرستيال ضيا الحق ضياباختراژانس ته وويل کيوکوشين ماتسوى دکاراتي دانتخاباتي سياليو يوولسم پړاو پرون په دولسو لوبغالو کې دورزشکاانو ترمنځ په هرات کې ترسره شوې چې يو سلو اوولسو تنو ورزشکارانو دکميټې په برخه کې او اوولسو تنو ورزشکارانو په بيلابيلو وزنونوکې سيالۍ وکړې چې په نتيجه کې يې  شپږ شپيتوتنو ورزشکارانو ددغې څانګې دتنکيو ځوانانو ،  ځوانانو او دلويانو دمنتخبو ټيمونو غړيتوب ترلاسه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته