نړۍ

ايران دبريتانيا سفير دکال ترپايه پوري راوباسي

دايران دنګهبان  شورا يوه مصوبه تصويب کړه  چې له مخې يې له بريتانيا سره ددغه هيواد اړيکې  کميږي .

  داړيکو دغه محدوديت  دروان کال ترپايه پوري له ايران څخه دبريتانيا  دسفير ايستل دي .

 دايران دخبري رسنيو  دنګهبان شورا دويندوى عباس علي له خولې ويلي دي ددغې شورا غړو په غوڅ اکثريت  سره ددغه سند په تصويبولو رايه ورکړې ده .

 دايران  پارلمان پرون ددغه سند  مسودي ته  خپله موافقه رايه ورکړه .

   دغه سند دليندي دمياشتي په دويمه نيټه له هغه وروسته   وړاندې شو چې امريکا ، کاناډا اوبريتانيا دايران پرخلاف  نوي بنديزونه اعلام کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته