سیاست

ايساف دبن کنفرانس دنتيجو ملاتړ وکړ .

دايساف او ناټو  دغړو هيوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو  دبن د پريکړو  ملاتړ وکړ .

 په بروکسل کې دناټو له مقر څخه دباختر اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې ، دايساف او ناټو  دغړو هيوادونو  د بهرنيو چارو وزيرانو  دافغانستان  دبهرنيو چارو دوزير په ګډون  پرون  په بروکسل کې  وکتل په بن کې  دافغانستان  ددويم نړيوال کنفرانس  د پريکړو  دتاييد په ترڅ کې په انتقالي دوره  او له  ٢٠١٤ کال  وروسته يې  دافغانستان دخلکو او دولت  څخه  يو ځل بيا  خپل ملاتړ  تکرار کړ  .

  دناټو سرمنشي  دبهرنيو چارو وزيرانو  له کنفرانس وروسته په بروکسل خبريالانو ته وويل  چې دايساف او ناټو  دغړو هيوادونو دبهرنيو چارووزيرانو دبروکسل په تاريخي غونډه کې ژمنه وکړه . چې دمسووليتونو د ليږدونې په دوره  او له  ٢٠١٤ کال وروسته  ديوې لسيزي لپاره  دافغانستان دخلکو او دولت  ملاتړ وکړي .

  دناټو سرمنشي زياته کړه  :  ناټوبه   افغان امنيتي ځواکونه وروزي  او سلامشوره به ورکړي . او دغه راز لازم تجهيزات به  ددوى په واک کې ورکړي .

 دناټو سرمنشي په شيګاګو په راتلونکي مياشت  کې دناټو دراتلونکي غونډې چې دافغانستان او سيمي په باب  جوړيږي  هم خبر ورکړ .

 دناټو سرمنشي  دامنيت په تامينولو ، دايساف له همکاري پرته د عملياتو دترسره کولو او دافغان ځواکونو له خو ا دهيواد دامنيت  دنيولو  په اړوند دافغانستان ددولت دبرياليتوبونو له امله قدرداني وکړه او زياته يې کړه :  د افغان ځواکونو دهلوځلو له امله دطالبانو بريدونه لږ شوي دي .

 دغه راز دامريکا دبهرنيو چارووزيرې په يو مطبوعاتي کنفرانس  کې  خبريالانو ته وويل چې امريکا اونړيواله ټولنه  دافغانستان دخلکو او دولت  ترڅنګ  پاتي کيږي . او د نوى  لسيزي  تيروتنه به  تکرار نه کړي .

  دامريکا دبهرنيو چارووزيرې  دعاشورا دورځې  دچاودنې په باب وويل  موږ له پاکستان څخه په افغانستان کې  دتروريستي بريدونو ددوام له امله  جدي انديښنه لرو  دپاکستان دولت بايد دتروريستي ډلو  په تيره بيا  د جنګهوي لښکر د ډلو د ځپلو په خاطر لازم اقدام وکړي .

 دي له پاکستان څخه وغوښتل  چې  دسيمي دامنيت او ثبات په برخو کې له افغانستان او نړيوالې ټولنې سره  همکاري وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته