سیاستخبرونه

ایراني چارواکي: ایران ته د افغانستان ثبات او پرمختګ مهم دی

 کابل ، د غوايي ۸ مه ، باختر

د قندهار والي حاجي محمد یوسف وفا په قندهار کې د ایران له قنسل علي رضا حاجي زاده سره وکتل.

په دې کتنه کې علي رضا حاجي زاده په قندهار کې د ټولو ملکي او نظامي چارو د ښه مُدیرت په برخه کې د قندهار د والي هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې ایران او افغانستان له کلونو ـ کلونو راهیسې داسې ګاونډي هېوادونه دي، چې له یو بل سره نږدې ژبنۍ، فرهنګي، ټولنیزي او نورې اړیکې لري.

هغه وویل چې ایران ته د افغانستان ثبات او پرمختګ مهم دی؛ نو په همدې موخه غواړي له افغانستان سره د اقتصادي پروژو د پلي کېدو، خصوصي سکتور پياوړتیا، ایران کې افغان کډوالو ته د اوسېدو ښې زمیني برابرولو او ګڼو نورو برخو کې همکاري وکړي.

په همدې حال کې د قندهار والي حاجي محمد یوسف وفا وویل چې هېواد یې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې قنسلي چارې په عادي ډول مخته وړي او خدمات وړاندې کوي.

د قندهار والي د ایران قنسل ته ډاډ ورکړ، چې د ټولو بهرنیو قنسلیو، موسسو او نورو ادارو امنیت ته به ځانګړې پاملرنه لري. هغه له علي رضا حاجي زاده وغوښتل چې ایران دې د ترانزیټ او سیاحت وېزو په برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې په کتنه کې پر یو شمېر نورو ډیپلوماټیکو اړیکو هم خبرې شوې او د دوه اړخیزه همکاریو پر دوام او زیاتوالي ټینګار شوی دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته