خبرونهټولنه

ایران ته په غیرقانوني توګه د خلکو د تګ مخه ونیول شوه

– کابل، د غبرګولي ۱۷ مه، باختر

د نیمروز سرحدي ځواکونو پرون ایران ته په غیرقانوني  توګه د افرادو د سفر مخه نیولې.

په نيمروز ولايت کې د پنځم سرحدي کنډک قوماندان ملا محمد ابراهيم حاجي هېواد د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د سرحدي ځواکونو د هلو ځلو او د ٢٤ ساعته ګزمو په نتيجه کې په غير قانوني ډول د لسګونو مسافرو د تګ راتګ مخه نیولې ده.

حاجي هېواد زياته کړه، چې د انساني قاچاق د مخنيوي په موخه امنيتي ځواکونه هره ورځ هڅه کوي، چې د قاچاق له لارې ايران ته د افرادو او کورنيو د تګ مخه ونيسي.

هغه په ​​ډاډ سره وويل چې د انساني قاچاق ټولې ناقانونه لارې بندې شوې دي.

ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته