خبرونهامنیت

ایران ته په غیر قانوني توګه د لسګونو تنه د تلو مخه ونیول شوه

 کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر

امنیتي منسوبینو پرون ایران ته په غیرقانوني توګه د لسګونو تنو د تلو مخه ونیوله.

د نیمروز د سرحدي د پنځم کنډک قوماندان ملا محمد ابراهیم حاجي هېواد باختر آژانس ته وویل، چې امنیتي منسوبینو دغه کسان چې غوښتل يې، په قاچاقي توګه ایران ته لاړ شي د ګزمې په بهیرکې د دوی د تلو مخه ونیوله.

هغه زیاته کړه، دغه کسان بېرته زرنج ښار ته ولېږدول شول.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته