خبرونهاقتصاد

ایران د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده

کابل، د غبرګولي ۲۸ مه، باختر
ايران د افغانستان د کانونو په اېستلو کې د پانګونې لپاره خپله علاقمندي څرګنده کړې ده.
د هرات والي او د ايران قونسل پرون د کانونو د اېستلو په ګډون د سوداګرۍ او اقتصادي همکاريو د پراختيا د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
د هرات والي شيخ الحديث مولانا نوراحمد اسلام جار، د بهرنيو چارو وزارت
د نمايندګۍ رئيس مولوي شير احمد عمار مهاجر او د کانونو او پټروليم رئيس مولوي فضل احمد خاموش د ايران له جنرال قونسل محمد صديقي فر او د ايران د کانونو د کنسرسيوم له اجرائي مدير بهرامي سره وکتل.
د ايران د کانونو د کنسرسيوم اجرايي مدير وويل، چې په افغانستان کې د سراسري امنيت په ټينګښت سره له اسلامي امارت سره د کانونو اېستلو په برخه کې علاقه مندي لري.
د هرات والي افغانستان ته د ايران د کانونو د کنسرسيوم د اجرايي مدير ته هرکلى ووايه او زياته يې کړه، د کانونو او پټروليم وزارت له پرېکړې وروسته هغه څه چې د هرات د سيمه ييزې ادارې په واک کې وي په هغه برخه کې به همکاري وکړي.
د هرات والي شيخ اسلام جار په دې کتنه کې افغان ځوانانو ته د کار د ويزې په اړه هم ټينګار وکړ او په دې برخه کي یې د ايراني لوري د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ايران جنرال قونسل د همکارۍ ژمنه وکړه او ويې ويل، چې د کار ويزې د پيلولو لپاره هڅې دوام لري. \ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته