سیاستخبرونهاقتصادTOP

ایران د افغاني تولیداتو واردولو ته لومړیتوب ورکوي

کابل، د چنګاښ ۲۶ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره پرون وکتل.
د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د افغان مهاجرینو، بندیانو، نشه يي توکو، سرحدي مسایلو، دوه اړخیزې سوداګرۍ او همکاریو په باب خبرې شوې دي.
په کتنه کې د ایران سفیر په افغانستان کې امنیت او ثبات د سیمې په ګټه بللی او زیاته یې کړې يې ده، چې هڅه یې دا ده چې له افغانستان سره د ګډو پولو له لارې د ښه ګاونډیتوب ساتلو په پار دوه اړخیزه مثبته استفاده وشي. ښاغلي امینیان چمتوالی ښودلی چې حکومت یې له افغان بزګرو سره د کرنې په برخه کې همکاري کوي او د افغاني تولیداتو واردولو ته لومړيتوب ورکوي.
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له ایران سره پر مثبتو اړیکو او پرمختګونو خوښي ښودلې او د لازیاتو همکاریو ډاډ یې ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هڅه کوي چې افغانستان د سیمې په کچه د ټرانزیټ په مرکز بدل شي او په دې لړ کې به د ایران او تاجکستان تر منځ تجارتي اموالو ته د انتقال په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
په کتنه کې هوکړه شوې چې د سرحدي مسایلو د څېړلو او د دوه اړخیزو همکاریو د بهبود په موخه به د افغان حکومت او د ایران اسلامي جمهوریت مشترک هیئتونه خپل منځي ناستې کوي چې دواړه هېوادونه په بېلا بېلو برخو کې له سوداګرۍ او دوه اړخیزو همکاریو څخه ښه استفاده وکړای شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته