![Ps202406274](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/PS202406274-720x470.png)
کابل چنګاښ ۷مه، باختر
د بامیانو ځایي مسوولینو د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د سختو سېلابونو د راوتو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د والي ویاند صبور فرزان سیغاني د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت په ورس، پنجاب، اول نمبر یکاولنګ او کهمرد ولسوالیو کې پرون سېلابونه راوتلي، چې له امله یې ۷ تنه مړه او لس نور نادرکه دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په یادو سېلابونو کې شاوخوا ۳۵ څاروي تلف شوي همدارنګه د اوسېدو کورونه، کرنیزې ځمکې، د اوبو کانالونه او د غنمو زېرمه خونې زیانمنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په بدخشان کې هم سېلابونو خلکو ته مالي زیانونو اړولي دي.