خبرونهټولنه

بامیان: د غره ښوېیدنې له کبله تړل شوي سړکونه پاک او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شول

کابل، غوايي۳۱مه، باختر

د بامیان ولایت د ټولګټو ریاست د شیبر او حاجي ګک غاښي سړکونه چې په دې ورستیو کې د غره ښوېدنې له کبله د ډبرو او خاورو په واسطه بند او زیانمن شوي وو بېرته پاک او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شول.

په یاد ولایت کې د موسمي بارانونو له کبله وخت ناوخته سړکونه د غره د ښوېدو او سېلاوونو له کبله بندېږي، او د تګ راتګ چارې له ستونزو سره مخ کوي.

د یوبل خبر له مخې د بامیانو ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست په یاد ولایت کې تر یو میلیون افغانۍ ډېرعواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.

ذکر شوي عواید په یاد ولایت کې د دولتي ځمکو او ملکیتونو د اجارې د ورکړې له درکه را ټول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په شفافه توګه د عوایدو راټولولو ته ژمن دی او تل یې هڅه کړې چې له دغې لارې ملي بودیجه پیاوړې کړي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته