اقتصاد

بانکونه دې په عادي ډول چارې پيل کړي

کابل / د وږي ۱۰ مه / باختر
په ختیځ کې د افغانستان بانک مسوول قاري وفي الله له خوصي بانکونو غوښتي چې په عادي ډول خپلې چارې پیل کړي.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په ختيځ کې د افغانستان بانک مسوول قاري وفي الله په ننګرهار کې د افغانستان بانک څانګې رییس مولوي محمد عمر او مرستيال يې مولوي احمد زي توحيديار په حضور کې د خصوصي بانکونو مسوولينو سره په کتنه کې دوی ته سپارښتنه وکړه چې د تېر په څېر په عادي ډول خپلو پېرودونکو ته خدمات وړاندې کړي.
هغه د خصوصي بانکونو او صرافيو مسوولينو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ورته يې لارښوونه وکړه چې ټولې بانکي چارې د تېر په څېر په ښه ډول پرمخ يوسي او د خپلو مشتريانو غوښتنو ته رسيده ګي وکړي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتیا رییس عطاء الرحمن فاتح د نړېوالو مرسته کوونکو موسسو له مسوولینو سره په کتنه کې د مرستو د دوام غوښتنه کړې او هغوی هم د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته