سیاستخبرونهنړۍ

بايډن وبايلله

 کابل، دغبرګولي٢٣مه، باختر

جوبايډن په ٢٠٢٠ کال کې  له هغه وروسته چې په  يو جنجالي انتخاباتو کې یې دونالد ترامپ ته ماتې ورکړه، د امريکا د ٤٩  تم جمهور رييس په توګه سپينې ماڼۍ ته لاره وموندله.

هغه په دې ژمنو سره  چې امريکا يو مناسب اقتصادي لور ته بیايي، تورم کموي، کار زياتوي او له نورو ژمنو سره  سپينې ماڼۍ ته ورسيد.

همدغه ژمنې وې چې د امريکا خلک دغه پخواني دموکرات سناتور ته رايه ورکړي؛ خو نن چې بايډن د نړۍ د يو پياوړي او زبرځوا ک هېواد جمهور رئيس دى، نور د خلکو ترمنځ محبوبيت او باور نه لري. دليل يې هم روښانه دى؛ ځکه هغه په خپلو ژمنو وفا ونه کړه، امريکايان د تورم د حالت، د اقتصادي ستونزو د زياتوالي او په هېواد کې د ټولنيز ناوړه حالت څخه سخته انديښه لري او په امريکا کې د وسلو د ګرځولو له امله  تاوتريخوالى چې هره ورځ د امريکا له خلکو په تيره بيا د دغه هېواد د ښوونځيو له زده کوونکو قرباني اخلي، دغه انديښنې يې نورې هم زياتې کړې دي.

له امريکا څخه بهر هم بايډن باندې نور باور نه کېږي، هغه سره له دې چې سپينې ماڼۍ ته په رسيدو سره یې له افغانستان څخه امريکايي ځواکونه وايستل او له امريکا څخه بهر د دغه هېواد ډيره اوږده  جګړه يې پاى ته ورسوله؛ خو د ګوانتانامو زندان چې د تړلو ژمنه يې کړې وه ونه تاړه، د افغانستان له خلکو سره یې د تعامل د لارې پر ځاى چې شل کاله يې د امريکا د يرغل  ستونزې ګاللې وې د کينې اوغچ اخيستنې لاره يې غوره کړه او د افغانستان په ميلياردونو ډالره شتمني يې کنګل کړه او په لنډه موده کې يې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته له اوکراين څخه په ملاتړ امريکا  له روسيې سره  په بحران کې ښکيل کړه او د هغې تمې په خلاف چې امريکايانو لرله،  دغه جګړې د امريکا او د هغه د لويديځو متحدينو اقتصاد ته زيات زيان ورساوه، په داسې حال کې چې د بايډن تر ادارې لاندې امريکا کولاى شول چې د دغه شان يوې سختې جګړې مخه ونيسي. اوس  نوې نظر سنجونې ښيي چې په امريکا کې د تورم له زياتوالي سره جوخت د جوبايډن محبوبيت او د هغه په دولت باور زيات کمښت موندلى دى.

د امريکا د اکوئينيپياک اکاډميکې موسسې ویلي چې په هېواد کې یې زیات شمېر خلک له بایډن ناخوښ دي.

د دې نظرسنجونې له مخې د امريکا په سلو کې يوازې ٣٣ خلک د بايډن له کار څخه راضي او د هغوى  څه د پاسه نيمايي له هغه څخه ناراضه دي.

د دغه بنسټ د جون د اتمې نيټې په نظر سنجونه کې ٧٩ سلنه ديموکراتان د بايډن له کار څخه راضي دي. په داسې حال کې چې دغه رضايت په جمهوريت غوښتونکو کې ٦ سلنه او د خپلواک لورو ترمنځ ٢٥ سلنه دی.

له دغې نظر سنجونې سره جوخت د مې د مياشتې په نيمايي کې  د امريکا د مون موث  د اکاډميک بنسټ يوې څيړنې د امريکا په اوسني دولت د رايې ورکوونکو د بې باوري د تصوير په وړاندې کولو ښيي چې د هغوى ٧٩ سلنه باور لري چې واشنګټن په سم تګلوري روان نه دى، له ټولو مهمه دا چې د امريکا  TOUGOBموسسې په نظرسنجونه کې د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين د امريکايانو په نظر له بايډن څخه ډير ځواکمن ښودل شوى دى.

د الجزيرې خبري شبکې ويلي چې په یوې نظر سنجونې کې ٣٠ سلنه بايډن ځواکمن جمهور رئيس ښودلى دى.

په داسې حال کې چې د هغوى ٥٧ سلنه  پوتين ډير ځواکمن جمهور رئيس بللى دى.

امريکايانو په نظر په اوکراين او نورو نړيوالو قضيو کې د امريکايانو لاسوهنه د بايډن د محبوبيت د کمښت مهم دليل دى،. يعنې امريکايان نور نه غواړي په هغه بحران کې ښکيل شي چې  لګښت يې امريکايان ورکوي او دغه هېواد ته کومه ګټه هم نه لري، په دې اړه څرګند مثال په افغانستان کې د امريکا لاسوهنه او شل کلنه جګړه ده چې پايله يې ماتې او له افغانستان څخه تيښته وه، په دې نظر سنجونه کې ٥٣ سلنه ځواب ورکوونکو بي طرفي غوره بللې ده.

دغه هېواد هلې ځلې کوي چې د زور او ځواک له لارې  نړيوالو قضيو ته داخل شي او د خپلو مخالفو هېوادونو په خلاف د بنديزونو له لګولو کار واخلي، پر روسانو او ايرانيانو اقتصادي بنديزونه لګوي، د افغانستان د خلکو شتمني  له کومي توجيه پرته مصادره کوي او هغه په نورو کسانو ويشي او د زياتو هېوادونو په تيره بيا اسلامي هېوادونو پر وړاندې یې دښمنانه دريځ نيولی چې  پايله يې بايلل او بايډن د دغه شان يو سياسي چلند اصلي بايلونکى دى.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته