سیاستخبرونهTOP

بایډن: افغانستان نور د امریکا ستراتیژیک متحد نه دی /.  اسلامي امارت: له دغه اقدام څخه کومه اندېښنه نه لرو

 کابل، د چنګاښ ۲۱ مه ، باختر

افغانستان له نړۍ سره په خپلو اړیکو کې په نړيوال انډولیز لارښود ولاړ دی او په پوځي تړونونو کې مشارکت په خپل ګټه نه بولي.

د باختر آژآنس خبریال لیکي: سپینې ماڼۍ په دې وروستیو کې اعلام کړی، چې د امریکا جمهور رئیس جوبایډن غواړي چې د افغانستان نوم د واشنګټن د غیر ناټو متحدینو له لست څخه حذف کړي.

امریکا د ۲۰۱۲ کال د جولای په میاشت کې د بارک اوباما د جمهوري ریاست په وخت کې ټیک هغه وخت چې امریکا په افغانستان کې فعال پوځي شتون درلود دغه هېواد یې د خپل غیرناټو اصلي متحد په توګه معرفي کړی و.

جوبایډن په دې لیک کې چې د چنګاښ په ۱۵ مه نېټه یې د امریکا کنګرس ته لېږلی ویلي ( غواړم د امریکا د غیرناټو مهم متحد په توګه د افغانستان د دریځ د لغو کولو لپاره د خپل تصمیم په اړه تاسې خبرکړم).

دغه موقعیت د امریکا له خوا هغو هېوادونو ته ورکول کېږي چې له دغو هېوادونو سره ستراتيژیک کاري اړیکې لري خو د ناټو غړي نه دي.

باید وویل شي، چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون او یا هم د امریکا د ستراتيژیک متحد هېوادونو په لست کې د افغانستان د نمایشي شمولیت په افغانستان کې د امنیتي او یا اقتصادي حالت د ښه والي لپاره هېڅکله ګټور نه و او د دغه شان حالت پرخلاف د افغانستان لپاره حساسیتونه راپارولي وو ځکه د افغانستان ګاونډي هېوادونو او د سیمې زیاتو هېوادونو په دغه هېواد کې د امریکا د پوځي شتون مخالف وو او د دغه کار دوام یې د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا لپاره یو خنډ ګاڼه.

په افغانستان کې د امریکا او د هغه د متحدینو جنجالي شتون، افغانستان د یو نړیوال انډولیز سیاست د لرلو له فکر څخه لرې کړی و او د دغه هېواد په وړاندې یې باور زیاتې کړې وې په تېره بیا د روسیې، چین، ایران په ګډون یو شمېر هېوادونه چې له امریکا سره په مخالفت کې وو په نړیوالو تعاملاتو کې د ناپېلي هېواد په توګه د افغانستان د ستنېدو غوښتنه کوله.

د امریکا د ستراتيژیکو همکارانو له لست څخه د افغانستان د اېستلو په اړه د امریکا د جهمور رئیس بایډن تصمیم د افغانستان په اوسنیو حالاتو کومه اغیزه نه لري ځکه په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا ټيڼګښت سره، اسلامي امارت خپله دغه شان همکاریو ته د پای ټکي ایښی او ټينګار کوي چې د یو انډولیز لارښود په رامنځته کولو سره له نړۍ سره د اړیکو د احیا کولو په لټه کې دی.

دغه راز اسلامي امارت د امریکا د غیر ناټو د اصلي متحدینو له نوملړ څخه د افغانستان د حذفولو په اړوند د جوبایډن د تصیم په غبرګون کې ویلي، چې له دغه اقدام څخه اندېښنه نه لري.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو تویټ کې لیکلي، چې دغه عنوان د افغانستان لپاره کومه ګټه نه درلوده.

هغه دغه راز ویلي، ( په تېرو شلو کلونو کې خلک له همدې پلوه زیانمن شوي او له هغه څخه کومه ښه خاطره نه لري).

مجاهد ټيڼګارکړی، چې اسلامي امارت په ډيپلوماتیکي او تجارتي برخو کې له نورو هېوادونو سره د ښو، مثبتو او د اعتبار وړ اړیکو غوښتنه کوي.

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته