کابل/ د وري ۲۴مه/ باختر
د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررییس جوبایډن پرېکړه کړېده چې د سپتمبر تر ۱۱مې ټول امریکایي سرتېري له افغانستانه باسی.
واشنګټن پست د بایډن پر دغه تصمیم د باخبرو سرچینو له قوله رپوټ ورکړی دی چې بایډن د سپتمبر تر ۱۱مې پورې چې د نیویارک د سوداګریز مرکزپر برجونو له شلمې کالیزې سره برابره ده، ټول امریکایي سرتېري له افغانستانه باسي.
د واشنګټن پست د رپوټ له مخې بایډن به دغه پرېکړه سبا چهارشنبه اعلان کړي.