سیاستخبرونه

بریتانیه د نوي افغان حکومت(اسلامي امارت )پر خلاف د وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوي

کابل / د غوايي ۳ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیې له سفیر ښاغلي هيوګو شارتر سره وکتل.
په دې کتنه کې د بریتانیې سفیر په افغانستان کې وروستۍ پیښې چې ولسي خلک په کې په نښه شوي دي، وغندلې او غم شریکي یې څرګنده کړه.
‏نوموړي وویل، چې د هېواد پالیسې یې داده چې د نوي افغان حکومت پر خلاف د وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوي او نه هم دا ډول اقدامات ګټور بولي.
ښاغلي شارتر د نشه یې توکو د کرکیلې،پلور ، پېر او کارونې د بندېدو د فرمان هرکلی وکړ او یادونه یې وکړه چې له نړیوال بانګ سره په یوه ګډه طرحه کار کوي چې ‏افغان کروندګرو ته د بدیل معیشت په رامنځته کولو کې همکاري وکړي. په ورته وخت کې ښاغلي متقی په مثبتو اړیکو ټینګار وکړ او د دښمن وروستۍ هڅې چې ملکي اهداف په نښه کوي، د هغوی د ضعف او له هېواد والو سره د دښمنۍ نښه وبلله.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند د سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخندزاده په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت عالي رتبه پلاوي پرون قطر ته تللی.
د دغه سفر موخه د افغانستان د پنځو نړیوالو هوايي ډګرونو د قرارداد پر تخنیکي مسایلو بحث بلل شوی دی.
په دغه سفر کې له نوموړي سره د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه او د ملي دفاع وزارت مرستیال ملګري دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته