سیاستخبرونهTOPټولنه

د بشري حقونو د څار سازمان د ادعاوو په اړه د افغانستان اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندونې

کابل، غبرګولي ۲۰مه، باختر

د بشري حقونو د څار سازمان هغه ادعاوې ناسمې او بې اساسه دي چې ګوا کې د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو له خوا بې ګناه خلک وژل شوي، یا د اتباعو حقوق تلف شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت له ملګرو ملتو او د بشري حقوقو په نامه نهادونو څخه غواړي چې د اسلامي امارت په ضد بې اساسه پروپاګند ته غوږ کېنږدي او په افغانستان کې شته حقائق ومني.

د تېرو شلو کلونو په نسبت اوس مهال په افغانستان کې د بشر حقوق ډېر خوندي دي، څوک له چا سره ظلم او زیاتی نشي کولای، د مرګ ژوبلې مخه نیول شوې، بې امني نشته، د ملکي تلفاتو هېڅ پېښه نلرو، د غلا، چور، غصب او هر ډول زور زیاتی مخه نیول شوې ده.

د استخباراتو او امربالمعروف ارګانونو په ګډون د اسلامي امارت ټولې اړونده ادارې له مجرمینو سره د اسلام د مقدس دین د اصولو په رڼا کې چلند کوي.

هېڅ داسې مورد نشته چې ثابته کړي، د استخباراتو ځواکونو دې له قضاء او محکمې پرته څوک وژلي یا اعدام کړي وي او یادې د امربالمعروف وزارت کارکوونکو څوک وهلي او ټکولي وي.

همدا اوس ګڼ شمېر قاتلین، خوارج او اختطافګر له اسلامي امارت سره بندیان دي؛ خو له هغوی ټولو سره د اسلامي اصولو او بشري قوانینو په رڼا کې چلند کېږي. که څه هم د عامه احساساتو غوښتنه دا وي چې باید نیول شوي اختطافګر، خوارج یا نور مجرمین سخت مجازات شي؛ خو د اسلامي امارت امنیتي ارګانونو اغماض کړی، د قضاء پرېکړو ته منتظر پاتې شوي او د خپل مشرتابه د اوامرو د منلو له امله يې هېچا ته له محکمې پرته سزا نه ده ورکړې.

استخباراتو کله هم خبریالان نه دي وژلي؛ یواځې یې له ژورنالستیکو اصولو څخه د سرغړونې په صورت کې احضار کړي او توصیه يې ورته کړې ده. دا په ټوله نړۍ کې معموله ده چې څوک د نظام پر وړاندې تخریب وکړي یا خلک د نظام په ضد وهڅوي، باید پوښتنه ترې وشي. نو ځکه د پورته مواردو په اړه د بشر د حقوقو په نامه د څار سازمان بې سنده ادعاوې هېڅ حقیقت نه لري.

نړیواله ټولنه که په افغانستان کې د سولې، امنیت او د خلکو د ژوند د ښه کولو طرفداره وي، نو باید له اسلامي امارت سره مرسته وکړي چې شته امنیت، ډاډمنه فضا او آرام چاپېریال لا تقویه شي او افغانان په آرام کې ژوند وکړي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته