کابل / د تلې ٩مه / باختر:
په بغلان کې د پيازو حاصلات د تېرکال په پرتله شل سلنه لوړ شوي دي.
د بغلان له کروندو څخه د تېرکال د چمتو شويو احصاييو له مخې څه د پاسه ٧٤ زره ټنه زيات پياز ترلاسه شوي و په داسې حال کې چې سږکال دا شمېره له سل زره ټنو څخه زياته ده.
د بغلان د کرنې او مالدارۍ مسوول قاري محمد نعيم همکارباخترآژانس ته وويل: د کرنې د ساحو پراخول، بزګرانو ته د کرنې د نويو ميتودونو پوهاوى او له هغوي سره تخنيکي همکاري د دې سبب شوى چې په بغلان کې د پيازو حاصلات زيات شي.
هغه وويل: دوى هلې ځلې کوي چې د کښت د ساحو په پراخولو، بزګرانو ته د پوهاوي ورکولو او د ورکشاپونو په جوړولو سره په بغلان کې د پيازوحاصلات زيات کړي.
د افغانستان د صادراتي لارو د بندېدو له امله په بازارونو کې د پيازو بيه ټيټه شوې ده.
په اوس مهال يو من پياز د هېواد په بازارونو کې تر ٦٥ افغانيو پورې پلورل کېږي، په داسې حال کې چې تېرکال په ١٢٠ افغانۍ وه.
\ ذ