خبرونهټولنه

بغلان او بدخشان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د چنګاښ ۷ مه، باختر
د بغلان او بدخشان امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د باختر آژانس د خبر له مخې; د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ په ملایانو سیمه کې د یوې سراچه ډوله او مازدا موټر د ټکر له امله ۳ تنه مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.
سرچینې باختر آژانس ته ویلي چې د پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
ورته مهال د بدخشان ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳ تنه مړه شوي دي.
مسوولینو د یادو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته