خبرونهاقتصادټولنه

بغلان کې د څه باندې يو ميليون افغانيو په لګښت د اوبو یو کانال ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

کابل، د چنګاښ ۱۰مه، باختر
د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په بغلان ولایت کې د څه باندې يو ميليون افغانيو په لګښت د اوبو د يوه کانال د جوړيدو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د بغلان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د ماليې وزارت له بودیجې څخه د دغه ولایت د ده صلاح ولسوالۍ اړوند په تال میرغازي سیمه کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو د یوه کانال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د یاد کانال د کار په جریان کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د سرچينې د مالوماتو له مخې دغه کانال به د يادې سیمې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته