خبرونهټولنه

بلخ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښې

کابل، د چنګاښ ۱۲ مه، باختر

د بلخ امنیتي مسوولینو د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي  پېښې له امله ۴ تنو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړی دی.

 د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند حافظ محمد عیسی وثیق د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت د بلخ ولسوالۍ د عرب های شور په سیمه کې په ترافیکي پېښه کې یو تن مړ او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړده، چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د مزارشریف ښار په ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته