سیاستخبرونهTOP

بهرنیو چارو وزارت: په افغانستان کې د هېڅ افغان ژوند په خطر کې نه دی

کابل، د غبرګولي ۴ مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه یو شمېر افغانان چې له څه مودې راهیسې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د احتجاج په بڼه را ټول شوي او غواړې چې بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي، له ځینو رسنیو سره یې په خبرو کې څرګنده کړې چې ګویا افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دی.

یاد وزارت ویلي چې اسلامي امارت یو ځل بیا واضح کوي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، هیڅ وګړي ته که هغه له هر ټبر، مذهب او یا سیمې سره تعلق ولري؛ هیڅ ډول تهدید ورته متوجه نه دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اسلامي امارت د هر هېوادوال د امنیت تضمین خپله دیني او ملي دنده بولي.

د یادونې وړ ده چې په معترضینو کې ډیری هغه کسان هم شامل دي چی له کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي او اوس له فرصت څخه په استفادې سره ځانونه داسې ښکاره کوي چي ګویا تازه له افغانستان څخه راغلي؛ خو دوی په دې ډول سره غواړي چې په نورو هېوادونو کې اقتصادي پناه ترلاسه کړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته