خبرونهسیاستاقتصادTOP

بهرنیو چارو وزیر: افغانستان به د ټرانزیټ په مرکز بدل او د ولسونو په اقتصاد کې به مثبت بدلون راشي

کابل، د چنګاښ ۲۳ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير کندز ته په سفر کې ولس ته ډاډ ورکړی چې افغانستان به د ترانزیت په مرکز بدل او د ولسونو په اقتصاد کې به مثبت بدلون رامنځ ته شي.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي دغه څرګندونې د کندز له سوداګرو، مخورو او سیمه ییزو چارواکو سره په کتنه کې کړې دي.
نوموړي زياته کړې چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پخوانۍ ستونزې حل او د سوداګرو لپاره یې ګڼې اسانتياوې رامنځته کړې دي.
هغه ویلي چې د هېواد دننه د ټولو سوداګريزو بندرونو کار په ښه توګه روان دی او د اساسي فعاليتونو لپاره يې اسلامي امارت خپل پروګرامونه لري.
ښاغلي متقي وویل چې په ګڼ شمېر هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه پرانيستل شوي او د اړيکو په پياوړتيا باندې په چټکتیا سره کار روان دی.
بهرنیو چارو وزیر وویل چې په قطر کې یې د امريکا له استازو سره د سوداګرو دګنګل شویو پیسو په اړه خبرې کړې او هیله من دی چې په راتلونکو کې به پایله ورکړي.
په خبره یې، اسلامي امارت ځوانو کادرونو ته اړتیا لري او په بېلابېلو برخو کې به تحصیل لرونکي ځوانان جذب شي.
هغه په نړیواله کچه د غوره دیپلوماتیکو اړيکو د جوړيدو خبره وکړه او ولسونو ته یې ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت ژمن دی چې په ټول توان سره د ولسونو ستونزو ته رسیده ګي وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته