خبرونهاقتصاد

بهر ته د افغاني غاليو صادرات زيات شوي دي

 کابل، د چنګاښ١١مه، باختر

د افغانستان د غاليو د توليدونکو او صادرونکو اتحاديې مسوولين وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله د غاليو صادرات ٢٤ سلنه زيات شوي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغې اتحاديې رئيس نوراحمد نوري سره له دې چې د روان کال د صادراتو مشخص شمېر وړاندې نه کړ؛ خو ويې ويل، چې تېر کال د ۸،۵ ميليونو ډالرو په لګښت غالۍ صادر کړې دي.

نوموړي وويل؛ پخوا زياتره غالۍ د افغانستان په شمالي ولايتونو کې توليدېدې؛ خو اوس د هغه توليدات  په نورو ولايتونو کې هم  پيل شوي دي.

د هغه په خبره د افغانستان غالۍ زياتره پاکستان او له هغه ځايه اروپايي هېوادونو، روسيي، جاپان او امريکا ته صادرېږي.

د غاليو د توليدونکو او صادرونکو اتحاديې د معلوماتو له مخې غالۍ زياتره د فارياب، جوزجان، بلخ، غزني، باميانو، کابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، هرات او غور ولایتونو کې توليدېږي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته