اعلامیه

بهر ته د زړو وسپنو د قاچاق په تړاو د کورنیو چارو وزارت خبرتیا

کابل / د تلې ۳ مه / باختر
کورنیو چارو وزارت د مرکز او ولایتونو امنیه قوماندانیو مسوولینو ته لارښوونه کوي چې په هېواد کې د صنعت او سوداګرۍ د لا ښې ودې او پراختیا په موخه له هېواد څخه بهر ته د زړو وسپنو (کباړ)د لېږد او قاچاق د مخنیوي په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
د مرکز او ولایتونو امنیه قوماندانۍ دې هغه نامسوول کسان چې بهر ته د دولتي وسایطو او وسایلو د وسپنو د لېږد په تړاو نیول شوي دي، په رسمي ډول عدلي او قضايي بنسټونوته وسپاري، د سرغړونې په صورت کې به له قانوني جدي چلند سره مخ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته