خبرونهټولنه

به جوزجان کې یو شمېر کروندګرو میرمنو نغدې پیسې ترلاسه کړې

کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر
د خوړو نړیوال سازمان د ماهو دفتر په همکارۍ پرون په جوزجان کې پر ۲۷۲ کروندګرو ښځو نغدې پیسې ووېشلې.
د جوزجان د کرنې ریاست یو مسوول ذبیح الله وویل، چې دغه ښځې د کورنيو بڼونو او د ورېښمو چنجیو د روزنې په برخو کې فعالیت کوي او د پیسو په بدل کې د کار په شپږ میاشتني پروګرام کې استخدام شوې وې.
هغه زیاته کړه، چې د خوړو نړیوال سازمان د ماهو دفتر په همکارۍ د جوزجان په مرکز او د دغه ولایت په منګجک او مردیانو ولسوالیو کې پر هرې کروند ګرې ښځې ۷۷۰۰ افغانۍ نغدې پیسې ووېشلې.
یو شمېر کروندګرې ښځې چې دغه مرستې یې ترلاسه کړې دي وايي، اوسنیو حالاتو ته په کتو دغه شان مرستو ته اړتیا لري او دغه پروژه باید دوام وکړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته