![Ps202406275](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/PS202406275-720x470.png)
نړۍ، د چنګاښ
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د لاتینې امریکا په بولیوي هېواد کې د چهارشنبې په ورځ د پوځ کودتا چې مشري یې جنرال خوان خوزه زونیګا کوله، ناکامه شوې ده.
د کودتا تر ناکامېدو وروسته ولسمشر لوئیس ارسه خبري کنفرانس ته ویلي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او شاوخوا سیمو کنټرول اوس مهال د پولیسو په لاس کې دی او د کودتاچیانو مشر زونیګا نیول شوی دی.
د نوموړي ترڅنګ د یو شمېر نورو جنرالانو د نیول کېدو خبر هم ورکول شوی دی.
ویل کیږي، کودتا هغه مهال شنډه شوه، چې عامو خلکو د ولسمشر په ملاتړ لارو او کوڅو ته راووتل.
د دغه هېواد دفاع وزارت خبر ورکړی، چې تر کودتا وروسته یو ځل بیا پوځ منظم شوی او دا مهال تر کنترول لاندې دی.
سترې محکمې د کودتاچیانو مشر تروریست معرفي کړی او څارنوالي ته یې لېږلی دی.