سیاستخبرونهټولنه

بېلا بېل اصناف باید د خپلو فعالیتونولپاره د چاپیریال ساتنې جوازونه  ترلاسه کړي

کابل / د کب ۲۶ مه / باختر

د چاپيریال ساتنې د ملي ادارې د کنترول او پلټنې ریاست نن په کابل ښارکې د چاپیریال ساتنې د ښه والي په موخه غونډه جوړه کړه.

د باخترآژانس د خبرله مخې، دغه غونډه چې د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د کنترول او پلتنې رییس انجنیرنیک محمد په مشرۍ اود کابل ښار د صنایعو د خونې د مرستیال او د چاپیریال ساتنې د بېلا بېلو اصنافو د رییسانو په ګډون جوړه شوه ، په کابل ښارکې د چاپیریال ساتنې د ښه والي په اړوند خبرې وکړې.

دغه راز په دې غونډه کې ټینګاروشو چې د هوټلونو ، نانوایګانو او حمامونو په ګډون نوراصناف باید د خپل فعالیت لپاره د چاپیریال ساتنې جوازونه ترلاسه کړي.

د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د کنترول او پلټنې رییس څرګنده کړه ، دغه اداره د هغو کسانولپاره چې د چاپیریال ساتنې د جوازونو د ترلاسه کولوپه موخه مراجعه کوي دوی ته لازمې آسانتیاوې برابروي.

ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته