تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

کابل/ د سلواغې ١٩ / باختر:
اسلامي امارت له نړيوالو کنوانسيونونو او نړيوالو تړونونو سره ژمن دى بايد په افغانستان کې د نوي نظام پر وړاندې د بېځايه تورونو په لګولو سره دښمني ونه شي.
د باخترآژانس مفسرليکي: د ملګروملتوسازمان د امنيت شورا په يوه نوي رپوټ کې ويلي دي په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط څخه شپږ مياشتې وروسته د القاعده شبکې او د منځنۍ آسيا د جګړه مارانو لپاره په خوندي پټنځاى د دغه هېواد د بدليدو زمينه برابره شوې ده.
د امنيت شورا دغه راز ويلي دي: بهرنۍ ډاراچوونکي ډلې واک ته د اسلامي امارت له بيا رسېدو وروسته په افغانستان کې په آزاد ډول فعاليت کوي او دغه راز ويلي يې دي چې ګنې د اسامه بن لادن زوى افغانستان ته سفر کړى دى او د اسلامي امارت له مشرانو سره ليدلي دي.
د افغانستان د خلکو له نظره چې څو مياشتې کېږي د نوي نظام ترسيوري لاندې سولې او آرامۍ ته رسيدلي دي هغه څه چې د ملګروملتو سازمان په نوي رپوټ کې ليکل شوي دي زياتې هلې ځلې شوي دي چې د اسلامي امارت پروړاندې د هويت دښمني وشي او د فريضو په جوړولو او په غيرمدللو څرګندونو سره د نوي نظام پر وړاندې تورونه لګول شوي دي چې هيڅ راز واقعيت نلري.
واک ته د اسلامي امارت د رسېدو له وخت څخه د امارت مشرانو او رهبرانو هلې ځلې کړي دي چې افغانستان ګاونډيو او د سيمې د نړۍ هېوادونو ته د امن او خوندي سيمې په توګه معرفي کړي. په دې موده کې د اسلامي امارت هلې ځلې دا وې چې د افغانستان او د سيمي د هېوادونو ترمنځ دهمکارۍ او ګډو هلو ځلو روحيه پياوړي شي
اوافغانستان د سودا ګرۍ د ودې او اقتصادي همکاريو لپاره د نښلونکي سيمې په توګه بدل شي.
په دې موده کې د افغانستان نوى مشرتابه، بريالى شوى دى چې له ځانه فعال او مثبت هويت وړاندې کړي. هغوى امارت د ټولو افغانانو ګډ کور بللى دى او هغه يې له بهر سره د افغانستان د اړيکي د دريڅې په توګه بدل کړى دى. نن له چين څخه تر ازبکستان، ترکمنستان او ايران د افغانستان ګاونډي هېوادونه اوپه همدې ترتيب ترکيې او نورو هېوادونه د اسلامي امارت د مثبت اوفعال دريځ يادونه کړې ده. واقعيت دا دى چې اسلامي امارت په خپل بهرني سياست کې يو انډوليز لارښود تعقيب کړى دى چې پايله يې له اسلامي امارت سره دهمکارۍ او د باور د روحيې پياوړتيا ده. په داسې حال کې چې د سيمې او نړۍ يو شمېرهېوادونو د هغو پروګرامونو اولارښوونو له مخې چې لري يې هلې ځلې کوي چې په يو ډول نه يو ډول خپل له لاسه تللى نفوس په سيمه کې بيا احيا کړي. دغه هېوادونه چې څرګند او پېژندل شوى هويت لري په افغانستان او سيمه کې ستونزې ډيرې سترې ښيي ، ناوړه تورونه لګوي او له هغه نفوس څخه په استفادې سره چې د ملګرو ملتو په سازمان او نورو نړيوالو بنسټونو کي يې لري رپوټونه او پريکړه ليکونه په خپله ګټه څرخوي اوپه ټوليزه توګه هلې ځلې کوي چې اوبه خړې کړي او کبان ونيسي.
دغه رپوټ ټيک هغه وخت خپور شوى دى او هغه ته يو ډول رنګ او بوى ورکړ شوى دى چې اسلامي امارت له نړۍ سره په رغنده تعامل کې دى. له هېواد څخه بهر ته د اسلامي امارت د هيئتونو سفرونه او په کابل کې د نورو هېوادونو دهيئتونو کوربه توب ثابته کړې ده چې اسلامي امارت له اوتو بوتو سره سره له بهرنۍ نړۍ سره په خپل تعامل کې بريالى و.
د اسلامي امارت خبرځايونه د دې ترڅنګ چې د ملګرو ملتو سازمان وروستى رپوټ رد کړى دى په ټينګار سره يې ويلي دي “هيڅ کوم سفر نه دى شوى او له چا سره هم ليده کاته نه دي شوي.”
دغو خبرځايونو دغه راز ويلي دي:” هغه ادعا چې ګنې په افغانستان کې د بهرنيو ډلو فعاليتونه زيات شوي دي ردوي او وايي اسلامي امارت دغه شان بې بنسټه رپوټونه چې سندونه او مدارک نلري د افغانستان ، سيمې او نړۍ په ګټه نه بولي.”
هيله ده هغه کسان چې دغه شان رپوټونه برابروي د اړوندو سازمانونو او بنسټونو باور او عزت په پام کې ونيسي. واقعبينه او رښتينى واوسي هغه څه چې وايي مستند او مدلل وي .
د افغانستان د خلکو په نظردغه شان رپوټونه جدي بيا کتنې ته اړتيا لري او دهغو تورونو او مطالبو له څرګندولو څخه چې د افغانستان او نړۍ خلکو ته ټکان ورکوي لاس واخيستل شي. \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته