خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

کابل/کب ۲۴مه/ باختر

د ټولنې له پاره قومي او ژبنی تعصب پرته له بدبختۍ او تباهۍ بل څه نه لري، نو اړینه ده چې له قومي او ژبني تعصب ډډه وشي او یوازې د انسانیت لاره غوره کړل شي.

د باختر آژانس مفسر لیکي: امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله آخند زاده حفظ الله د اسلامي امارت ټولو غړو او چارواکو ته لارښوونه کړې چې له قومي، سیمه ییز او ژبني تعصبونو څخه ځان وساتي.

د دغه څوارلس ماده یيزې لارښوونې په اوومې ماده کې راغلي ‎« په کلکه له توکم پالنې، سیمه ییز او ژبني تعصب او ملګرتیا څخه ډډه وکړئ».

په دې لارښوونه کې د اسلامي امارت سرتېرو ته د عبادت، تقوا، عدالت، له مظلومو سره مرسته، له کبر، غرور او ظلم څخه د خلاصون بلنه ورکړل شوې او پر« امرباالمعروف او نهی عن المنکر» باندې ټینګار شوی دی.

د دغې لارښوونې په وروستیو مادو کې لیکل شوي دي چې په بیت المال کې له خیانت کولو څخه ډډه وکړئ، د شهیدانو د کورنیو او اولادونو ساتونکي واوسئ او هېڅکله هغوی مه هېروئ، د یو بل په چارو کې له لاسوهنې څخه په کلکه ډډه وکړئ.

دغه لارښوونې په داسې وخت کې کېږي چې یو شمېر رسنۍ چې یوه ځانګړي سمت ته تمایل لري او همدا رنګه یو شمېر بهرنۍ کړۍ چې له افغانستان نه بهر پر اسلامي امارت تور لګوي چې ګواکې دوی توکمیز او سیمه ییز تعصب لري، خو د امیرالمومنین وروستۍ لارښوونې ښیي چې ورته تورونه بې بنسټه او هېڅ حقیقت نه لري.

که په دې وروستیو لسیزو او کلونو کې د افغانستان پېښو ته ژور وکتل شي، دې هېواد ډېر سیاسي او ټولنیز کړکېچونه تجربه کړي دي، د انګرېزانو، روسیې او امریکا په یرغلونو کې هڅه شوې چې په هېواد کې قومي، سیمه ییز او آن مذهبي تضادونو ته لمن ووهل شي. ټولنیزو تعصبونو ټول هېواد ویجاړ کړی دی، په تېرو دوه څلوېښت کلونو کې ډېریو بهرنيو لوبغاړو په سیاسي لوبو کې قومي، ژبني، مذهبي او سیاسي عوامل غوړولي دي.

د افغانستان په معاصر تاریخ کې ډېرو کسانو هڅه کړې چې د قوم او قبیلې په نوم خپل ځان په خلکو ومني په داسې حال کې چې د دوی لومړۍ او وروستۍ هیلې شخصي ګټې وې. په ډېرې ناهیلۍ سره چې له هر قوم او قبیلې څخه مو داسې کسان درلودل او تجربه مو کړل، په داسې حال کې چې توکم پالنې ټولنیز تعصب رامنځته کړی او له هغې څخه یوازې یوه کس یا یوې ځانګړې ډلې ګټه اخیستې او په عمومي ډول عامو خلکو ته زیان او تاوان رسېدلی دی.

په تېرو حکومتونو کې ټول چلندونه او عملونه توکمیز وو، هر لوړ پوړي دولتي چارواکي په شاوخوا کې د خپل قوم خلک راټول کړي وو او دا د دې لامل شول چې د پخوانیو حکومتونو لید لوری پراخ او ملي ونه اوسي، خو زیان یې ټول عامو خلکو ته واوښت او هېواد له پرمختګه پاتې شو.

د خلکو په اند، له تعصب پرته ژوند کولو له پاره هغه څه چې د امیرالمومنین په لارښوونو کې  ښکاري او د هغې په عملي کولو ټينګار شوی، یوه ښه پيلامه ګڼل شوې چې عملي کول یې ملي ثبات رامنځته کوي او دا خلک د راتلونکي له پاره هیله من کوي چې د قانون پر وړاندې ټول یو ډول دي او پر ټولو به په مساوي ډول پلي کېږي.

په ټوله کې د امیر المومنین ورستیو څرګندونو ته په کتو دا جوتېږي چې نور په افغاني ټولنه کې قومي، نژادي، ژبني، مذهبي او کورنۍ اړیکې په پام کې نه نیول کېږي او د سرتېرو او مسوولینو په ګډون ټول خلک ترې منع کړل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته