خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

کابل/ د کب ٢٥ مه / باختر

د احصایې او معلوماتو اداره وايي چې یو شمېر بهرني بنسټونه د بشري مرستو په اړه           د ناسمو احصاېیو  پر وړاندې کولو سره خلک او نړۍ تېر باسي.

د باخترآژانس مفسرليکي:  د احصایې او معلوماتو ادارې مسوولین د بهرنیو بنسټونو         د مرستو پرڅرنګوالي نیوکه کوي او وايي چې د افغانانو په نوم په  لسګونه میلیونه ډالر راټولوېږي او پرې مزي چړچي کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې يو شمير زياتو هیوادونو په  تېرو۷  میاشتو کې ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو سره  په سلګونو ملیونه ډالره مرسته کړې ترڅو          د افغانستان خلکو سره مرسته وکړي چې  د فقر او اقتصادي کړکیچ سره لاس او ګريوان دي.

د ملګرو ملتونو اړونده بنسټونه او غیر حکومتي موسسې (انجوګانې) د دغو پیسو په لګولو او افغانانو ته د مرستو په رسولو کې مخکې شوي خو د افغانستان د احصایې او معلوماتو ادارې چارواکي چې د افغانستان په نظام کې د معلوماتو او پالیسۍ جوړونې اداره ده او د نړیوالو بنسټونو له لګښت او پلان څخه راضي نه ښکاري.

د احصایې او معلوماتو ادارې مرستیال حسیب الله موحد وویل: “د ډبيلو.اف.پي په ګډون بهرنۍ موسسې او یو شمېر بنسټونه  له بده مرغه هره ورځ خلکو ته بېلابېلې او ناسمې شمېرې ورکوي او په  دې توګه غواړي  د افغانستان خلک او نړۍ وغلوي؛ خو دغه  ارقام هیڅ اساس نلري.”

د احصايې او معلوماتو ادارې مرستيال زياته  کړه، چې  بېړنۍ مرستې  نه  يوازې             د هېواد اقتصادي ستونزې نه حلوي، بلکې په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه زياتوي.

دا یوازې د احصایې او معلوماتو اداره نه  ده چې  له افغانستان سره د مرستو د څرنګوالي په اړه نيوکه لري، د افغانستان نور ملي بنسټونه هم ورته نظر لري.             د مالیې وزارت تر دې وړاندې په افغانستان کې د مرستندویه  ادارو عملیاتي لګښتونه ظالمانه بللي او ټینګار کوي چې په بشري مرستو سره د هېواد د اقتصادي وضعیت ښه کېدل ستونزمن  دي.  دغه وزارت په دې باور دی چې بشردوستانه مرستې کولای شي ملت ژوندی وساتي؛ خو په پښو يې نه شي درولى.

په افغانستان کې له ۷ مياشتو راهيسي د اقتصادي بحران خبرې کېږي، یوازې د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې څه باندې ۱۸ میلیونه وګړو ته د خوراکي توکو برابرولو لپاره ٢ميليارده ٦ سوه ميليونه ډالره لګولي  چې دا یوه لویه  اندازه ده، خو         د افغانانو په ژوند کې هیڅ بدلون نه دی راغلی، دا ښيي چې د افغانستان د خلکو لپاره  پلان دقیق نه دی، د خوړو نړیوال سازمان ترڅنګ نورې بهرنۍ ادارې هم هره میاشت په میلیونونو ډالره  پر بشري مرستو لګوي، خو ستونزه لا هم پرځای پاتې ده.

حقیقت دا دی چې بهرني بنسټونه د لوژستیکي سکتور په برخه کې  تر ټولو زیات لګښت د ځان له پاره لري، په داسې حال کې چې د افغانانو د ژوند  د بدلون لپاره              د دوی لګښتونه غیرمعقول دي.

باید ووایو د افغانستان خلک له٢٠ کلونو او آن زيات د انجوګانو له کار او فعالیت سره موافق نه دي، دغو بنسټونو زياترو يې د افغانانو د وضعیت په اړه سليقه يي چلند کړى او هغه په ملیونونه ډالره چې د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان د خلکو په نامه د افغانستان د بیارغونې او مرستې په نوم په غلطه توګه لګول شوي او یا هم د همدغو انجوګانو د چارواکو په اداري او شخصي لګښتونو لګیدلي او یا هم په داسې ځایونو  کې مصرف شوي چې ګټه يې افغانستان ته نه ده رسيدلي.

د دغو موسسو او انجوګانو په کار کې بله ستونزه دا ده چې دوی د افغانستان دولت هيڅ ادارې ته حساب ورکوونکي نه دي او په اصطلاح عاید او لګښتونه هم  معلوم   نه دي.

دا څرګندونې د بهرنیو بنسټونو او انجوګانو ادرسونو ته دقيق دي، چې دغه موسسې له اقتصادي پلوه هيڅ رازمعقوليت نلري او له ټولنيز پلوه هم هيڅ راز پراختيايي مسايل په پام کې نه دي نيولي، په ۷ میاشتو کې ملیاردونه ډالر ولګول شول، خو زموږ د خلکو په ژوند کې هیڅ بدلون نه دى راغلی، په داسې حال کې چې د نړۍ په ملیاردونو ډالره مرستې د افغانستان د خلکو په نوم ولګول شوې.

د افغانستان د خلکو غوښتنه دا ده چې نړیوالې مرستې دې د افغانستان ملي بنسټونو له    لارې زموږ د خلکو لپاره ولګول شي، د افغانستان د حکومت په تشکيلاتو کې منظمې ادارې او بنسټونه شته چې کولاى شي د مرستو لارې چارې تنظیم او پلان کړي.       دغه بنسټونه نظام ته حساب ورکوونکي دي او خپل مسوولیتونه پېژني، حقیقت دا دی چې یو شمېر بهرنۍ موسسې هم په هېواد کې فساد ته  وده ورکولای شي، په داسې حال کې چې په نوي نظام کې فساد صفر ته رسېدلی او له هغو مفسدو کسانو سره  چې په پخوانیو نظامونو کې مدارا او معامله  کېده، په نوي نظام کې له هغوى سره حساب کېږي، مرسته کوونکي هېوادونه د دې ترڅنګ چې د افغانستان  له خلکو سره مرسته کوي د خپلو لګښتونو څرنګوالي ته دې متوجه واوسي.

\  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته