خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

 کابل/ د وري٦ مه / باختر

اسلامي امارت هڅه کوي چې له سيمې او ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو لپاره رغنده فرصتونه رامنځ ته کړي او کابل ته د چین او روسیې د لوړ پوړو ډيپلوماتانو وروستي سفرونه بې له شکه د همداسې يو تعامل پایله ده.

د باختر آژانس مفسر ليکي:  کابل په دې وروستیو کې د چین او روسیې د دوو لوړ پوړو ډیپلوماتانو کوربه و.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر هېوادونه د افغانستان د منزوي کولو هڅې کوي، خو د پنجشنبې په ورځ په جلا جلا توګه کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانک یي او د روسیې د جمهور رييس د استازي ضمیر کابلوف سفر په ډاګه کوي چې دغوهېوادونو لپاره افغانستان لا هم د سیمه سیمه ییزو اړیکو په برخه کې خورا مهم دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د خپل سفر او د اسلامي امارت له چارواکو سره     د کتنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو ستونزو په حل کې له  کابل  سره         د بیجینګ پر همکارۍ ټینګار وکړ او چین پر افغانستان د سیاسي فشارونو او اقتصادي بندیزونو سره مخالفت څرګند کړی  او په افغانستان کې یې د شته فرصتونو هر کلی کړی دی.

وانګ يي  پر بشري او پرمختيايي مرستو د تمرکز پر اړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل چې په راتلونکي کې به افغانستان ته زياته پاملرنه وشي.

روسي پلاوي هم د اسلامي امارت له چارواکو سره په کتنه کې پر سیاسي مسایلو، اقتصادي همکاریو او په افغانستان کې پر پانګونې خبرې کړې دي.

روسیه او چین له جغرافیایي پلوه له افغانستان سره نږدې شمېرل کېږي، په افغانستان کې د اقتصادي ثبات په راوستلو او په نورو برخو کې د دغو دواړو هېوادونو دهمکارۍ رول ارزښتناک دی، په داسې حال کې چې د اوکراین مسئلې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د دوام په ګډون ګڼو نړیوالو مسئلو ته زیان رسولی دی.

د روسیي او چینايي چارواکو سفر له اسلامي امارت سره د اړیکو پراخولو او پیاوړتیا په برخه کې مهم بلل کېږي، د امریکا او لویدیځو هیوادونو برعکس چین او روسیې د جمهوریت له ړنګیدو راهیسې په کابل کې خپل سفارتونه فعال ساتلي او تل يې له اسلامي امارت سره پر تعامل ټینګار کړى دى.

اسلامي امارت د بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو د اقتصادي او سیاسي همکاریو ملاتړ کوي، د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا د افغانستان د بهرني سیاست په ستراتیژۍ کې لومړیتوب لري.

اسلامي امارت په خپل رغنده ماهیت سره هڅه کوي چې د سیمه ییزې همکارۍ د ودې لپاره په متوازنه طریقه د همکارۍ او همغږۍ ډګرونه جوړ او وده وکړي.

د سیمې او بهر د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په سیاسي او دیپلوماتیکو اړیکو کې انډول  په افغانستان کې د اوسني نظام له ځانګړتياو څخه دی او دا موضوع تل په  نړیوالو حل لارو کې مطرح شوې ده.

افغانستان په وروستیو میاشتو کې د امارت په شتون کې له اسلامي هېوادونو او سیمې سره په بېلابېلو برخو کې مثبتې او ښې اړیکې لرلې دي او بې له شکه دا بهیر به دوام وکړي، په دې موده کې د افغانستان او ګاونډیانو دوه اړخیزې او څو اړخیزې اړیکې په سوله ییزه روحیه پورې تړلې دي چې اسلامي امارت هغه تقویه او ملاتړ يې کوي.

ګاونډي هیوادونه په ډیپلوماټیک ډول په افغانستان کې د نوي نظام له موجودیت څخه راضي دي او په افغانستان کې د هر اړخیزې سولې د فضا له رامنځته کیدو څخه یې ملاتړ کړی او په دې پوهیدلي چې یو باثباته افغانستان د ټولو هیوادونو په ګټه دی.

که څه هم یو شمېر رسنیو په افغانستان کې له چین او روسیې سره د امریکا د سیالۍ خبره کړې، خو افغانستان په دې شخړو کې په  کوم ځانګړي  لوري کې نه دی او ټینګار کوي چې افغانستان نه  شي کولای د دغو هېوادونو ترمنځ د سیالۍ ډګر وي او  اسلامي امارت په سترو نړیوالو ستونزو لکه د اوکراین په مسئله کې، بې طرفه دریځ خپل کړی دی.

تمه ده چې په بیجینګ کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې غونډه پر دې خبرې تمرکز وکړي چې په افغانستان کې د نوي سیاسي نظام موجودیت فرصت برابر کړی چې د سیاسي ثبات او پیاوړتیا په برخه کې له شته امکاناتو ګټه پورته کړي چې دا د افغانستان، سیمې او ګاونډیو په ګټه دى.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته