خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

کابل/ د وري١١ مه / باختر
ملګري ملتونه په پام کې لري سبا د سویس په جنیوا کې د مجازي غونډې له ګډونوالو څخه د افغانستان اوسني اقتصادي بحران سره د مبارزې لپاره د ۴،۴ میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه وکړي.
د باخترآژانس مبصرليکي: ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د بریټانیا، آلمان او قطر په کوربه توب یوه نړیواله غونډه سبا د سویس په جنیوا کې جوړه شي، دا درې واړه هېوادونه په پام کې لري چې په افغانستان کې له اوسني اقتصادي بحران سره د مبارزې لپاره د ۴،۴ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه وکړي؛ خو داسې نښې نښانې شته چې دغه غونډه له سیاسي جنجال سره مخ ده او له نړیوالې ټولنې تمه نه کېږي چې دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.
غربي رسنۍ تحلیل کوي چې دا غونډه لا د مخه په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د وروستیو محدودیتونو تر سیوري لاندې ده.
ملګري ملتونه به د افغانستان لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالرو غوښتنه وکړي چې دا د یوه هیواد لپاره تر ټولو لویه غوښتنه ده.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله سږ کال په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا درې برابره زیاته شوې ده، د راپور له مخې په افغانستان کې ۲۴،۴ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره پر بشري مرستو متکي دي چې له دې جملې څخه ۶۰ سلنه یې د دغه هېواد نفوس تر پوښښ لاندې راولي.
له بلې خوا د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس چې افغانستان ته راغلی وايي، په هېواد کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
هغه وویل چې يوه روغتون کې د څو ماشومانو په لیدو دومره خواشينى شوی چې هيڅ یې نشي بیانولی.
مخکې له دې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق تر دې مخکې افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د زیاتېدونکي شمېر په اړه اندېښنه ښودلې وه او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي و چې د روغتیا په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
دا په داسې حا ل کې ده چې د افغانستان اقتصاد اووه میاشتې وړاندې په بشپړه توګه پر نړیوالو مرستو متکي و، د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د هغوی تر ملاتړ لاندې رژیم له نسکورېدو سره د بهرنیو مرستو د ناڅاپي بندېدو له امله له جدي ستونزو سره مخ شوی دی، نړیوالو موسسو په هېواد کې خپلې پروژې بندې کړې او ویلی شو هغه هېوادونه چې په افغانستان کې یې پوځي ځواکونه لرل او د پخواني رژیم ملاتړ یې کاوه په همغږۍ او پلان شوي ډول د دې هېواد خلک له اقتصادي بحران سره مخ کړل او اوس چې زموږ د خلکو اقتصادي حالت له سرې کرښې تېر شوی او فقر خپل اوج ته رسېدلی دغه هېوادونه په افغانستان کې د نوي نظام او د دغه هېواد د خلکو پر وړاندې له اقتصاد څخه د وسلې په توګه کار اخلي، چې په پایله کې یې دغه اوسنى حالت او بدبختي ده.
هغه څه چې امارت د نجونو د ښوونځیو په اړه ویلي دي، د بیړني حالت او محاسبې له امله چې په امارت کې شتون لري، دا دایمي پریکړه نه ده او په هر وخت کې یې بدلون ممکن دی، نه باید پر يوې کوچنۍ داخلي مسلې د خلکو په مرۍ پښه کېښودل شي.
اسلامي امارت د زده کوونکو لپاره د خپلو پروګرامونو په چوکاټ کې پریکړې کوي، نو بیا ولې نړیواله ټولنه د هغو کسانو په تنبه لاس پوري کوي چې خپله د دفاع لپاره چیغې وهي؟
له افغان ولس سره نړیوالې مرستې باید له سیاسي سليقو لرې وساتل شي، او په افغانستان کي په بې ځايه پلمو ستونزې زیاتې نه شي، دلته د عاطفي عمل خبرې دي نه د سیاسي نظر.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته