خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

– کابل/ د وري١٨ مه / باختر

د ماين پاکۍ چارو د همغږۍ اداره وايي، چې په افغانستان کې هره مياشت د ماينونو په چاودنه کې شاوخوا ١٢٠ کسان وژل کېږي او ټپيان کېږي، چې په هېواد کې د جګړې له پاى ته رسېدو سره سره لاهم د جګړې ميراث پاتې دى او له افغانانو قرباني اخلي.

د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ ریاست چارواکو  پرون  د ماین پاکۍ د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې تېرکال په هېواد کې دماینونو د چاودنې له امله  ۱۰۱۶ تنه وژل شوي یا ټپیان شوي دي. دې سازمان ويلي دي په اوسط ډول هره میاشت ۱۲۰ ملکي وګړي د ځمکنیو ماینونو چاودنې له امله وژل کیږي یا ټپیان کیږي.

ماین د افغانستان د ۴۲ کلنې جګړې بدرنګه څېره ده  چې له زياتو کلونو راهیسې پټ دښمن پاتې شوی او د ځمکې پرمخ له انسانانو د ژوند اخیستو یوه بلا ده.

په هیواد کې د ٤٢ کلنې جګړې په ترڅ کې له ماین څخه د یوه پټ عسکر په توګه کار اخیستل شوی او په ورته وخت کې د دښمن پر وړاندې د یوې اغیزمنې وسیلې په توګه کار هم ترې اخیستل شوی دی.

په افغانستان کې د ماین پاکۍ له پرله پسې هلو ځلو سره سره، ماینونو پرعامو لارو، د خلکو کروندې، څړځايونه او دښتې چې زياتره شپانه  ورڅخه استفاده کوي، تراغيز لاندې راوستي دي.

په افغانستان کې د ماین پاکۍ عملیات په نړۍ کې یو له سترو عملیاتو څخه بلل کیږي. دا عملیات په ۱۹۸۹ کال کې پیل شول او ټاکل شوې وه چې افغانستان تر۲۰۱۰ کال پورې له ماین څخه پاک هېواد اعلام شي، خو داسې ونه شول.  امریکا، بريټانیا، ډنمارک، اوالمان د دې پروګرام اصلي تمویلونکي وو، خو د ۲۰۱۰ کال له را رسیدو مخکې د ماین پاکۍ پروګرام په کمیدو شو او د هر ډول دلیل له مخې د ماین پاکۍ د بنسټونو بودجه په تدریجي ډول کمه شوه او د ماين پاکۍ زياتره بنسټونه وتړل شول           او کارکونکو ته يې ځواب ورکړ شو، د ماین پاکۍ څو محدودو ادارو چې په هیواد  کې يې خپل فعالیت ته دوام ورکړ په دوامداره توګه د بودجې له ستونزو سره مخ وې.

په اصل کې نړیوال سازمانونه او هغه هیوادونه چې  په افغانستان کې د ماین پاکۍ له پروسې سره مرسته کوي، له دې پروګرام سره یې  ډېره لېوالتیا نه  لرله په  ظاهره يې خبرې کولې. په زياتو اسانتیاوو سره، په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروسه باید په ۲۰۱۰ کال کې پای ته رسیدلې وای او افغانستان له  ماینونو څخه پاک هېواد اعلام شوی وای.

د بودجې پرستونزو سربېره د ماین پاکۍ د پروګرام بله ستونزه د هغو سیمو د نخچو نشتوالی دی چې ماینونه پکې ښخ شوي دي. سره پوځ او متعدد نظامونه چې په تېرو ٤٢ کلونو کې په افغانستان کې جوړې شوې دي، په پرله پسې ډول یې له ماينونو څخه           د خپلو مخالفينو پر وړاندې د کمين په توګه کار اخيستی؛ خو په  دوی کې هیڅوک د هغو سیمو نخچه یا انځور نه لري چې ماینونه پکې ایښودل شوی دي. دغه کار په هیواد کې  د ماین پاکۍ په پروګرامونو کې د ګډوډۍ او ځنډ لامل شوی دی.

نن ورځ په افغانستان کې د ماینونو ستونزه، په هر  دلیل، یوه دوامداره ستونزه ده. د بودجې نشتوالی، د مسلکي کارکوونکو کمښت، د تخنیکي اسانتیاوو نشتوالی دا ټول         د دې لامل شوي چې یو شمېر افغانان هره ورځ د دغه دښمن ښکار شي.  که څه هم د ماین پاکولو لګښت د ماین د بیې په پرتله زيات دی، خو بیا هم د ماين پاکولو ته جدي اړتیا ده.  په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسې له اسلامي امارت  او نړیوالې ټولنې غواړي چې نه یوازې دا چې خپلو مالي مرستو ته  دوام  ورکړي، بلکې زیاتې يې کړي.

زياتو خلکو اسلامي امارت او ملي پانګه والو ته د اميد سترګې نيولي، افغانان باید        د دې ستونزې د حل لپاره لاس په کارشي ، د نړیوالو سازمانونو کارونه له شرایطو سره تړلي، په داسې حال کې چې په  افغانستان کې د ماینونو د ستونزې حل يو لومړیتوب دى.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته