خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

 کابل/ د وري٢٨ مه / باختر

د پاکستاني طالبانو د تحريک او د دغه هېواد د حکومت ترمنځ  ستونزه يوه کورنۍ مسله ده او د دغه ناخوالو  له امله په افغانستان کې د ملکي خلکو وژنه  د توجيه وړ نه ده.

د وري مياشتې په ۲۷ نېټه په کونړ او خوست کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سرحدي سیمو کې یو ناوړه بشري جنایت رامنځته شوی چې د پاکستان اردو  په نیمه شپه کې دغه سیمې بمبار کړې دي. په دې بمبار کې څه د پاسه ۴۰ ښځې او ماشومان د خوب په حالت کې شهیدان شوي دي.

دغه بريدونه د هغو جنايتونو ښکارندويي کوي چې  امريکايي خورد ‌ضابط رابرت بلیز لس کاله وړاندې د قندهار د پنجوايي ولسوالۍ يوه کلي ته  په ننوتو سره د کلي پر اوسېدونکو د خوب په حالت کې ډزې وکړې چې په یاده پېښه کې ۱۹ ښځې او ماشومان شهیدان شول چې په هماغه وخت کې دغه امریکایي خورد ضابط د پنجوايي قصاب په نامه مشهور شو؛  خو اوس يو مسلمان او ګاونډي هېواد د روژې په مبارکه میاشت کې داسې جنایت تکرار کړ چې یو نصراني کلونه پخوا تکرار کړی و.

پاکستان د دغه جنایت د توجیه کولو لپاره دا دلیل راوړي چې تېره جمعه په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک له جنګیالیو سره په جګړه کې ۷ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، پاکستان ادعا کوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځايونه لري، خو دغه ادعا هيڅ حقيقت نلري.

د پاکستان دولت او د دغه هېواد د طالبانو تحریک ترمنځ ستونزه یو کورنۍ مسله ده دا کار هېڅکله افغانانو پورې اړه نه لري.

دغه خواشينونکې پيښې ټيک هغه وخت رامنځته کيږي چې  پاکستان  په دې وروستيو ورځو کې  له جدي کورنيو ستونزو  سره لاس او ګریوان دى آن تردې چې د دغه هېواد صدراعظم  ګوښه کړاى شو او په دغه هېواد کې  جدي سياسي بدلونونه رامنځته شول.

دغه  راز داسې باورونه شته چې  په پاکستان کې دننه  يو شمير کړۍ هڅه کوي چې د امريکا او د يو شمير نورو لويديځو هېوادونو  دغه څرګندوني تائيد کړي چې  ادعا کوي په افغانستان کې تروريستي ډلې د پياوړي کېدو په حال کي دي يعنې پاکستان هڅه کړې چې ځان په اصطلاح له افغانستان څخه  د صادر شوي تروريزم قرباني معرفي کړي او د امريکا او نورو لويديځو هېوادونو ملاتړ له ځانه سره ولري.

خو د پاکستان دا کړنې د دې سبب کېږي چې افغانستان په بېلا بېلو برخو کې له پاکستان سره پر خپلو اړیکو بیا غور وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت وياند د کونړ او خوست په ولايتونو کې د پاکستان بريدونه ظالمانه بللي او هغه يې غندلي دي.

ذبيح الله مجاهد  تېرماښام په يوه ټويټ کې له پاکستانه غوښتي چې نور ورته تيروتنې تکرار نه کړي.

هغه ليکلي اسلامی امارت پر پاکستان غږ کوي چې په دغه شان مسلو کې دې  دافغانانو  زغم او حوصله نه ازمايي او نور دې  دغه شان تېروتنې تکرار نه کړي که نه نو ناوړې پايلې به ولري.

مخکې له دې د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد له دواړو لورو د پاکستان له حکومت  او د دغه هېواد د طالبانو له تحريک څخه غوښتي و چې خپلې ستونزې دې  د سياسي خبرو اترو له لارې حل کړي او اوس يې هم تينګار کړى چې ټولې مسلې بايد له سياسي لارې حل شي.

دغه رازاسلامي امارت په وار وار ګاونډيو هېوادونو ته ډاډ ورکړى چې په افغانستان کې د هېڅ کومې ورانکارې ډلې فعاليتونه  د زغم وړ نه دي او دغه هېواد د تروريستي ډلو پټنځاى نه دى.

ښه ده چې پاکستان د ماجرا جويي پر ځاى خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړي او  په دغه هېواد کې  د سياسي ناکاميو د توجيې لپاره نورهېوادونه په نښه نه کړي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته