خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

کابل/ د وري٢٩ مه / باختر

کابل له  ګاونډيو هېوادونو سره د ديپلوماتيکو لارو د تاوتريخوالي د حل کولو غوښتنه کړې. د اسلامي امارت په آند د تاوتريخوالي  رامنځته کيدل کولاى شي په سيمه ييزو اړيکو کې ناوړې پايلې ولري.

د اسلامي امارت د وياند مرستيال  له نړۍ په تېره بيا  له ګاونډيو هېوادونو غواړي چې له افغانستان سره دې خپلې ستونزې له ديپلوماتيکي او سوله ييزې لارې حل کړي.

د اسلامي امارت په آند د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د تاوتريخوالي رامنځته کېدل به هيچا ته ښې پايلې ونلري.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کريمي وايي:” د افغانستان او د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ تاوتريخوالی د هيچا په ګټه نه دى، د اسلامي امارت پاليسي دا ده چې د نړۍ په تېره بيا د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره ښه تعامل ولري او زموږ  لومړى انتخاب دا داى چې مسئلې او ستونزې  له ديپلوماتيکي او خبرو له لارې حل شي .”

دغه څرګندونې د خوست او کونړ ولايتونو پر څو کليو د پاکستاني ځواکونو د شنبې د شپې د بريدونو ځواب دى چې ويل کېږي په دې بريدونو کې  د سيمې  څه ناڅه ٥٠ اوسېدونکي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي شهيدان شول.

د افغانستان د خلکو او د نړيوالو کنوانسيونونو په نظر د پاکستان دا اقدام  يو ښکاره تيرى دى.

پاکستان د دغه تېري د توجيې لپاره هيڅ دليل نه لري او يوازې هغه دليل يې چې وړاندې کړى دى دا دى چې ګنې دغه هېواد له افغانستان څخه ګواښل شوى دى، پاکستان ادعا کړې چې ګنې تروريستان له افغانستان څخه پاکستان ته ځي او په عملياتو لاس پورې کوي.

له بده مرغه نن د “تروريست” کلمه د هغو هېوادونو د ناموجه عملونو د توجيې لپاره  په يو سند بدل شوى دى چې  له کورنيو ستونزو او چلنجونو سره مخ دي او نه شي کولاى خپلو سياسي مخالفانو ته قناعت ورکړي، د ځپلو لاره نيسي او خپلو سياسي مخالفانو ته تروريستان وايي، آن په نورو هېوادونو کې د خپلو لاسوهنو او تېريو ته  د همدې کلمې ترشا مشروعيت ورکوي.

پر افغانستان د امريکا تيرى په داسې حال کې چې په سيمه ييزو ځانګړو مسئلو راڅرخېده؛  خو د ډار اچوونکو د ځپلو په پلمه او يا په خپل تعبير له تروريزم سره د مبارزې لپاره ترسره شو چې په پايله کې  له ماتې سره مخ شو.

اوس هم  پاکستان د همدې کلمې او واژې ترشا  هلې ځلې کوي خپل سياسي مخالفين له منځه يوسي او د همدې کمپاين لپاره  د ډار اچوونکو له ګواښ پرته بله خبره نلري.

په داسې حال کې چې افغانستان با ثباته جغرافيه او چاپيريال، لري هيڅ کومې ډار اچوونکې ډله په هغه کې د فعاليت وس نه دى پيدا کړى او دغه هېواد هيڅکله د نورو پر وړاندې ګواښ نه دى.

نن ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، چين، ايران او د سيمې نور هېوادونه په افغانستان کې له روان حالت څخه خوشحاله دي او يوازې امريکا او پاکستان دي چې  د ډار اچوونکو د فعاليتونو د ګواښ مسئله طرحه کوي او دا کيداى شي د افغانستان پر وړاندې د دښمنانه سياستونو تکرار وي.

اسلامي امارت د ګاونډيو او د سيمې د هېوادونو ترمنځ پرتعامل ټينګارکوي او باثباته افغانستان د سيمې د هېوادونو د همکارۍ او نښلولو لپاره يو فرصت بولي او په سيمه ييزو مسئلو کې د سيالۍ نظر نه لري.

هيله ده  نور هېوادونه هم ماجرا غوښتنه، پراختيا غوښتنه او ناسالمې سيالۍ يوې خوا ته پريږدي او د اختلاف وړ مسئلې دې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته